د بدخشان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لورې د دې ولایت له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکز سره د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه
د بدخشان زندان د رهبرۍ په هڅو، او د یاد ریاست له لوري د دغه ولایت له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د حفظ الصحې بستو مرسته وشوه چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره د نوموړي محبس په محبوسینو او محجوزینو وويشل شول.
همدا راز، د دغه ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په پار د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.
محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت