د بدخشان ولایت د کار او ټولنیزو چارو ریاست له لورې د دې ولایت له ښځینه محبس او  د ماشومانو د  اصلاح او روزنې له مرکز سره د حفظ الصحې توکو مرسته وشوه

news_admin
Thu, Jul 18 2024 12:28 PM
بدخشان

 

د بدخشان زندان د رهبرۍ په هڅو، او د یاد ریاست له لوري د دغه ولایت له ښځینه محبس او د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د  حفظ الصحې بستو مرسته وشوه چې د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت سره د نوموړي محبس په محبوسینو او محجوزینو  وويشل شول.

همدا راز، د دغه ولایت د زندان مسوولینو د یادې مرستې په پار د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او له نوموړو یې د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

 

محرم الحرام ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS