د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون یوه پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا له رئیس سره ولیدل
د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون یوه پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا له رئیس محترم ډاکټر سېداحمد "اسحاقزي" سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او پر مربوطه مسايلو، فعاليتونو ، د درملو او امکاناتوشتون ترخوا د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کوله په موخه یې ورسره خبرې اترې وکړې.
دا راز، پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د ښځینه محبس او مرکزي توقیفخونې د کلینیکونوله ډاکټرانو سره هم ولیدل او له هغوی څخه یې په اړوندو برخو کې ستونزې او غوښتنې ترې واورېدې.
په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون څخه راغلي پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د ښځینه محبس په کلینیک کې د عصري معاینه خونې د جوړولو ترڅنګ د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ اواسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.
همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سېداحمد "اسحاقزي" له یاد پلاوي څخه د روغتیا برخې د لا غښتلتیا په موخه د همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې کوښښ کوي د زندانیانو لپاره په روغتیايي برخو کې مناسب امکانات او غوره خدمتونه رامنځته کړي.
ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت