د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون یوه پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا له رئیس سره ولیدل

news_admin
Tue, Jul 02 2024 2:45 PM
صحیه

د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون یوه پلاوي د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا له رئیس محترم ډاکټر سېداحمد "اسحاقزي" سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او پر مربوطه مسايلو، فعاليتونو ، د درملو او امکاناتوشتون ترخوا د ناروغانو لپاره د اسانتیاوو رامنځ ته کوله په موخه یې ورسره خبرې اترې وکړې.

دا راز، پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د ښځینه محبس او مرکزي توقیفخونې د کلینیکونوله ډاکټرانو سره هم ولیدل او له هغوی څخه یې په اړوندو برخو کې ستونزې او غوښتنې ترې واورېدې.

په ورته وخت کې، د افغانستان لپاره د ایمرجنسي روغتون څخه راغلي پلاوي د کابل ولایت د څرخي پله د ښځینه محبس په کلینیک کې د عصري معاینه خونې د جوړولو ترڅنګ د کابل ولایت له نشه یي توکو سره د مبارزې توقیفخونې د روغتیا په برخه کې د همکارۍ اواسانتیاوو د برابرولو ژمنه وکړه.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د روغتیا رئیس محترم ډاکټر سېداحمد "اسحاقزي" له یاد پلاوي څخه د روغتیا  برخې د لا غښتلتیا په موخه د همکارۍ څخه د مننې ترڅنګ زیاته کړه چې کوښښ کوي د زندانیانو لپاره په روغتیايي برخو کې مناسب امکانات او غوره خدمتونه رامنځته کړي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۵/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS