د ا.ا.ا د مشرتابه د هدایت پر بنسټ د کور او ښار جوړونې وزیر په مشرۍ پلاوي د ننګرهار مرکزي زندان وکوت

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۸ - ۱۴:۴۴
ننگرهار

د افغانستان اسلامي امارت د مشرتابه (حفظه الله) د هدایت پر بنسټ، د کور او ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب‌ اللّٰه حیات "حقاني" په مشرۍ یو لوړ پوړي پلاوي د ننګرهار مرکزي زندان څخه لیدنه وکړله او د زندانیانو د وضعیت او هغوی ته د برابر شوو خدمتونو په اړه یې له نږدې معلومات ترلاسه کړل.

دغه راز، پلاوي د زندان بېلابېلې برخې وکتلې او د بندیانو د ساتنې، روغتیايي خدمتونو، زده‌کړو، حرفوي پروګرامونو او نورو چارو وضعیت یې وارزاوه.

محترم مولوي نجیب‌ اللّٰه حیات حقاني وویل، د اسلامي امارت د مشرتابه هدایت دا دی چې له زندانیانو سره د اسلامي اصولو او نافذه قوانینو په چوکاټ کې چلند وشي او د هغوی حقونو ته پوره پاملرنه وشي.

هغه وویل، که څه هم زندانیان د محکمې د قانوني پرېکړو له مخې له آزادۍ محروم دي، خو انساني کرامت او مشروع حقونه یې باید خوندي وساتل شي او مسوولین مکلف دي چې د هغوی د ساتنې او سمې روزنې په برخه کې خپلې دندې په ښه ډول ترسره کړي.

ورته مهال د ننګرهار د زندان رئیس محترم مولوي سهیل "سعید" راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او د زندان د عمومي وضعیت او روانو فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک کړل.

محترم مولوي سعید وویل، دا مهال په ننګرهار مرکزي زندان کې شاوخوا دوه زره کسان د بېلابېلو جرمونو په تړاو ساتل کېږي او د هغوی لپاره په بېلابېلو برخو کې اړین خدمتونه او اسانتیاوې برابرې شوې دي.

د نوموړي په وینا، د زندانیانو د زده‌ کړو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو لپاره دیني او عصري زده‌ کړو، سربېره حرفوي او مسلکي روزنیز پروګرامونه هم روان دي، څو بندیان له خوشې کېدو وروسته د کار او حلالې روزۍ د ګټلو وړتیا ولري.

د کور او ښار جوړونې وزیر د زندان له بېلابېلو برخو تر لیدنې وروسته، د ننګرهار زندان د مسؤلینو له فعالیتونو او زندانیانو ته له برابر شوو اسانتیاوو څخه خوښي څرګنده کړه.

محترم مولوي نجیب‌ اللّٰه حیات حقاني په زندان کې د زده‌ کړو، حرفوي روزنې او نورو خدمتونو روان بهیر مثبت وارزاوه او ویې ویل چې د زندانیانو د اصلاح او ټولنې ته د هغوی د بېرته ورګرځېدو لپاره دا ډول پروګرامونه مهم رول لري.

نوموړي د زندان مسوولین وهڅول چې د مشرتابه د هدایتونو په رڼا کې خپلو چارو ته لا پاملرنه وکړي او د بندیانو د ساتنې او اصلاحي پروګرامونو بهیر په ښه توګه پر مخ یوسي.

 

ربیع لاول ۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۱۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د کندز ولایت د امام صاحب ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم الحاج لوی پاسوال محمدکاظم طارق تېره ورځ په داسې حال کې چې د کندز د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي" یې هم ملتیا کوله، د نوموړي. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۱۲:۵
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال د پنجشېر ولایت د زندان لپاره نوی امر معرفي کړ

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تېره ورځ پنجشېر ته د خپل سفر په ترڅ کې د یو لړ مراسمو پرمهال محترم قاري خیر محمد "حقپرست" د پنجشېر ولایت د زندان د نوي امر په توګه معرفي او د خیر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۶/۱۹ - ۸:۵۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال تخار ولایت له مرستیال والي سره تر لیدنې وروسته د دې ولایت د زندان نوی امر معرفي کړ

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" تخار ته د رسمي سفر په ترڅ کې، د نوموړي ولایت له مرستیال والي سره ولیدل او د زندانونو چارو، امنیتي. . .

BACK TO NEWS