د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د پنجشیر ولایت د زندان د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله
د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د تعمیراتو رئیس محترم ملا حاجي عبدالله بلال او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو مسوولینو یې ملتیا کوله، پنجشیر ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د نوموړي زندان امر محترم قاري خیر محمد "حقپرست"سره په لیدنه کې د زندان نوې ودانۍ له رغنېزو او روانو چارو د ارزونې سربېره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د پنجشیر ولایت د نوي زندان له رغنیزو چارو څخه په لیدنه کې د پروژې پرمختګ، تطبیق او څرنګوالي ارزونه وکړله.
محترم الحاج قاري محمد بلال فاتح د رغنیزو چارو د مسوولینو سره د لیدنې پر مهال ټینګار وکړ، چې د نوې ودانۍ کارونه باید د تخنیکي معیارونو پربنسټ پرمخ ولاړ شي او ټولې چارې دې په ټاکل شوي وخت کې بشپړې شي.
همداراز، د ادارې محترم مرستیال او ورسره پلاوي د یادو رغنیزو چارو اړوندو مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړله، چې په چارو کې باید له اخلاص او صداقت څخه کار واخلي، څو یو بنسټیز او معیاري ودانۍ جوړه شي.
د یادونې ده، چې د پنجشیر ولایت نوي زندان رغنیزې چارې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په مالي لګښت په پاخه او اساسي ډول جوړیږي چې په بشپړېدو سره به یې د نوموړي ولایت د زندان زندانیانو ته لازمې اسانتیاوې برابرې او د تعمیراتي چارو ستونزې به هوارې شي.
جمادي الاخر ۱۷/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
