د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
tt

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په دې لیدنه کې د هرات زندان مسوولینو ته سپارښتنه وکړله، څو ټولو په ځانګړې توګه هغو محکوم په حبس افغانانو ته ډېره پاملرنه وکړي، چې په دې وروستیو کې له ایران هېواده افغانستان ته را لېږدول شوي او دې زندان کې ځای پر ځای شوي دي.

په ورته وخت کې، د هرات ولایت د زندان رئیس محترم ملا شراف الدین "مخلص" له خپله اړخه ډاډ ورکړ، چې دوی رالېږدول شویو زندانیانو لپاره لومړی روغتیايي خدمتونو وړاندې کړل، بیا یې ورته د نظافت اړوند، روغتیايي او د ژوند اړین توکي ورکړي او هم یې د هغوی د امنیت د خوندي ساتلو په پار خپلې هڅې ډېرې کړې دي.

محترم الحاج مولوي محمدیوسف مستري د یادو معلوماتو تر اورېدو وروسته د یاد زندان د مسوولینو او کارکوونکو هڅې وستایلې او ویې ویل، ټولې چارې باید د شرعي اصولو د هېواد نافذه قوانینو، بشري حقونو او ټاکل شویو طرزالعملونو له مخې پر مخ یووړل شي او په دې زندان کې ټولو زندانیانو ته د دیني، عصري او کسب زده کړو ښه زمینه برابره شي او هم یې د رواني او فزیکي روغتیا لپاره د ورزشي فعالیتونو لمن پراخه شي.

 

ذوالحجة الحرام ۲۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

 د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د ملګرو ملتونو له لوري د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ ټولګي سره د سولري او برقي تجهیزاتو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو (UN) له لوري د بامیان ولایت د ښځینه محبوسینو د صنعتي بلاک د خیاطۍ ټولګي د پیاوړتیا په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کندز ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زندان مسوولینو. . .

BACK TO NEWS