د ملګرو ملتونو له لوري د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ ټولګي سره د سولري او برقي تجهیزاتو مرسته وشوه
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو (UN) له لوري د بامیان ولایت د ښځینه محبوسینو د صنعتي بلاک د خیاطۍ ټولګي د پیاوړتیا په موخه د سولري او برېښنايي تجهیزاتو مرسته وشوه.
په دې مرسته کې شپږ (۵۸۰) واټه لمریزې برېښنا تختې، دوه (۲۰۰) امپیره باطرۍ، څلور د خیاطۍ برېښنايي ماشینونه او یو (۳) کیلوواټه انوارټر شامل وو، چې د خیاطۍ ټولګي د برېښنا اړتیاوو د پوره کولو او د مسلکي زده کړو د بهیر د لا ښه کېدو لپاره برابر شوي دي.
یاد توکي د ټاکل شوي پلاوي له خوا له ارزونې او تشریح وروسته اړوندو مسوولینو ته په رسمي ډول وسپارل شول.
د بامیان ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" د ورته همکاریو هرکلی کوي او باور لري چې دا ډول مرستې به د ښځینه محبوسینو د مسلکي وړتیاوو په لوړولو، د حرفوي زده کړو په پراختیا او د هغوی د راتلونکي ژوند د ښه کېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
صفرالمظفر۱۸/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
