د پکتیا ولایت د زندان رئیس په مشرۍ پلاوي د زرمت، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو د ارزونې ترڅنګ یادو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او قاضیانو سره ولیدل
د پکتیا ولایت د زندان رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل" په مشرۍ پلاوي د یاد ولایت د زرمت، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له توقیفخونو څخه لیدنه وکړله او د دغو توقیفخونو د اداري، امنیتي او خدماتي چارو وضعیت یې له نږدې و ارزوه.
د یادې لیدنې پر مهال پلاوي د توقیفخونو بېلابېلې برخې وکتلې، د توقیف شویو کسانو د ساتنې شرایط، امنیتي تدابیر او شته اسانتیاوې یې وارزولې او د چارو د لا ښه تنظیم په موخه یې اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښونې وکړې.
همداراز د پکتیا ولایت د زندان رئیس او ورسره مل پلاوي د زرمت، سیدکرم او څمکنیو ولسوالیو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو او قاضیانو سره جلا جلا لیدنې ترسره کړې.
په دغو لیدنو کې د توقیفخونو د وضعیت، د توقیف شویو کسانو د دوسیو د چټک تعقیب، د قانوني اجراآتو د ښه تطبیق او د اړوندو ادارو ترمنځ د لا زیاتې همغږۍ او ګډې همکارۍ په اړه خبرې وشوې.
د غونډو ګډونوالو د توقیفخونو د چارو د ښه والي او د ستونزو د حل په برخه کې پر دوامدارې همغږۍ او متقابلې همکارۍ ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړله چې د توقیفخونو د چارو د لا ښه مدیریت لپاره به ګډې هڅې روانې ساتي.
ذوالحجة الحرام ۲۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت