د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره وکتل

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۶
نظامی

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" او یو شمېر نورو رئیسانو هم شتون درلود، د ا.ا.ا. د پلټنې عالي ادارې د مرکزي بودیجې رئیس محترم محمد حسن "موسی زي" په مشرۍ پلاوي سره په خپل کاري دفتر کې ولیدل او د زندانونو چارو د سمون ادارې د تېر(۱۴۰۴) مالي کال د کړنو، مالي چارو د تنظیم، د لګښتونو د روڼتیا او حساب ورکونې بهیر او نورو اړوندو موضوعاتو په هکله یې خبرې اترې وکړلې.

داراز، د نظامي چارو مرستیال په دې خبرو اترو کې ډاډ ورکړ، چې په تېر(۱۴۰۴) مالي کال کې ټولې چارې د اسلامي شریعت، نافذه قوانینو او اصولو سره سم او په پوره شفافیت پر مخ وړل شوې دي.

بلخوا، د پلټنې عالي ادارې پلاوي د یادو معلوماتو تر اورېدو هغه وستایلې او د لا زیات شفافیت، د چارو اسانولو او د اداري بهیر د لا پیاوړتیا په موخه یې لازم نظرونه شریک کړل.

د یادونې وړ ده، چې دا ډول ناستې د دولتي ادارو ترمنځ د لا زیات شفافیت رامنځته کولو، په مالي برخه کې د نظم د ټینګښت او د حساب ورکونې د فرهنګ د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

 

شوال المکرم ۱۷/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۱ - ۱۴:۳۹
Background image

د ملګرو ملتونو له لوري د ښځینه محبوسینو د خیاطۍ ټولګي سره د سولري او برقي تجهیزاتو مرسته وشوه

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په همغږۍ د ملګرو ملتونو (UN) له لوري د بامیان ولایت د ښځینه محبوسینو د صنعتي بلاک د خیاطۍ ټولګي د پیاوړتیا په. . .

شنبه ۱۴۰۵/۵/۱۰ - ۱۰:۵۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس په کابل کې د یوناما دفتر له استازې سره ناسته ترسره کړله

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یو شمېر. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۸ - ۱۲:۴۶
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي د کندز ولایت له زندان څخه ارزونه وکړله

د دې ادارې نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو مسوولینو یې هم ملتیا کوله، د نوموړي ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د زندان مسوولینو. . .

BACK TO NEWS