د کابل ولایت په مرکزي زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دوره د اختتامیې دعا په ویلو سره پای ته ورسېده

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۴ - ۱۳:۲۶
ختم

د زندانونو چارو د سمون ادارې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همغږۍ د کابل ولایت په زندانونو کې د لس درې ورځني فکري او اصلاحي سمینار او د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د قرآن کریم د ترجمي او تفسیر دورې اختتاميې مراسم ترسره شول.

دغه سمینار، چې د زندانیانو د فکري اصلاح، دیني پوهاوي لوړولو او د سالم فکر د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، چې په ترڅ کې یې ګډونوالو ته د اسلامي ارزښتونو، اخلاقي اصولو او ټولنیزو مسوولیتونو په اړه د با تجربه استادانو له خوا بېلابېل موضوعات وړاندې شول.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد،" د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس امر محترم مولوي حبیب الرحمن "رحماني" او یو شمېر علماوو او مسوولینو ګډون درلود وويل؛ د هېواد زندانونه اوس په اصلاحي او ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو بدل شوي هڅه وکړئ له دغه فرصت څخه ګټه پورته کړئ، څو د بند مودې په پوره کېدو سره سم د لوستي او پوه وګړي په څیر ټولنې سره یو ځای شئ.

محترم قاري محمد بلال فاتح زندانیانو ته په خبرو کې وویل؛ ستاسې د ښې روزنې او پالنې په موخه نوموړې ادارې دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره کړې، لازمه ده چې په دغو پرګرامونو کې په دوامداره توګه ګډون وکړئ.

داراز، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله ګلزاد د ښوونې او بیا روزنې او د تنویر فکري او فرهنګي ټولنې له مسوولینو او استادانو مننه وکړله، چې زندانیانو د فکري روزنې او د هغوی د اصلاح لپاره زده کړه ییز پرګرامونه په لاره اچولي دي.

محترم قاري رحمت الله ګلزاد زیاته کړله؛ دغه اداره چې د زندانیانو د ساتنې او پالنې دنده پر غاړه لري د هغوي د اصلاح او ښې روزنې لپاره په ټولو زندانونو کې د دیني حرفوي او عصري زده کړو زمینه برابره کړې ده.

همداشان، د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد ناصري وویل؛ د دې ادارې ترڅتر لاندې ټول زندانونه په علمي مرکزونو بدل شوي، ښوونځي او مدارس فعاله دي، همدا محال په زرګونه تنه زندانیان په زده کړو بوخت دي.

باید یادونه وکړو، چې دا ډول فعالیتونه د زندانیانو د دیني پوهې لوړولو د هغوی د اصلاح، پوهاوي او سالم فکر د پیاوړتیا لپاره مهم رول لري.

په پای کې، یاد مراسم د ستاینلیکونو په ورکړې او دخیر دعا په کولو سره پای ته ورسېدل.

 

رمضان المبارک ۲۶/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۵۴
Background image

ولایتي خبرونه:( ننګرهار، فاریاب) د ننګرهار ولایت د  زندان په جامع جومات کې د زندان نظامي او ملکي پرسونل لپاره پيل شوې د تفسیر القران کریم دوره پای ته ورسېده

 ياده دوره چې د شعبان میاشتې په جریان کې پیل شوې وه، د قرآن کریم د تفسیر، ديني پوهاوي او فکري اصلاح په موخه ترسره کېده، پرتمینو مراسمو پرمهال او د اختتامیې د دعا په ویلو سره پای ته. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۷ - ۱۲:۳۱
Background image

د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز (۹۹) تنه محجوزین له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر په مناسبت د کابل ولایت د ماشومانو. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۶ - ۱۳:۲۳
Background image

ولایتي خبرونه: )ننګرهار، بامیان، هلمند( د ننګرهار، بامیان او هلمند ولایتونو د زندانونو (۱۵۳۸) تنه زندانیان له عفوې او تخفیفه برخمن شول

د ا.ا.ا. د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د زندانونو چارو د سمون ادارې په همغږۍ او د اړوندو اورګانونو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له خوا د کوچني اختر  په مناسبت د ننګرهار، بامیان او. . .

BACK TO NEWS