د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د دې ادارې د ځینو برخو څخه لیدنه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۹/۲ - ۱۴:۲۱
دیدار از قرول

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" چې د نظامي چارو د معاونیت د ارکان رئیس محترم الحاج پاسوال اسدالله "مولانا" او یو شمېر مسوولینو يې ملتیا کوله، د یادې ادارې ځینو برخو وضعیت وارزاوه او له مسوولینو سره یې پر اړوندو مسایلو سلا مشورې او خبرې اترې وکړې.

د نظامي چارو مرستیال محترم الحاج محمد کاظم طارق د  امنیتي کامرو، سکن ماشینونو، د تلاشۍ ځایونو، امنیتي پوستو او قراولونو څخه لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته لازمه لارښوونه وکړله

تر هغې وروسته، د نظامي چارو مرستیال  زندان ته د  پایوازۍ بهیر له نږدې وکوت او د هغوی خبرې، ستونزې او غوښتنې یې واورېدې او حل په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې لارښوونې وکړې.

همداراز، د یادې ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم طارق د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې د پایوازۍ بهیر د ارزونې په ترڅ کې د تلاشۍ له ځایونو، سکن ماشینونو او پخلنځي څخه په جلا جلا توګه لیدنه وکړله او اړوندو مسوولینو ته لارښوونه وکړله څو په دغه بهیر کې ستونزې حل، لا زیاتې اسانتیاوې برابرې او له پایوازانو سره خپل چلند لا نور هم ښه کړي.

داراز، محترم الحاج محمد کاظم طارق د کابل ولایت مرکزي توقیفخونې ته یو شمېر راغلو پایوازانو سره له نږدې وکتل او هغوی هم د زندانونو چارو د سمون ادارې له مسوولینو څخه د دوی د تګ راتګ لپاره د لازمو سهولتونو، په توقیفخونه کې د شته پلورنځایونو او د مسوولینو له لوري د ښه چلند او نورو اسانتیاوو برابرولو په پار مننه وکړله.

دغه راز، نظامي مرستیال په مشرۍ پلاوي د نوموړو پایوازانو د ځینو ستونزو او غوښتنو تر اورېدو ورسته هغوی ته ډاډ ورکړ چې ورته به په وخت رسېدنه وکړي.

په ورته وخت کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې سرپرست او د نظامي چارو مرستیال د یادې توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او نوموړو ته یې د پایوازۍ په بهیر او نورو برخو کې د لازمو اسانتیاوو رامنځ ته کولو په موخه ډاډ ورکړ.

 

د یادولو ده چې د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولین، په دوامدار ډول د هېواد د ټولو ولایتونو د زندانونو او توقیفخونو د وضعیت ارزول، د مثبتو چارو غښتلتیا او ستونزو ته یې پروخت رسېدنه خپل مسوولیت ګڼي او په دې لاره کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

جمادي الثاني ۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۸ - ۱۱:۵۶
Background image

د کندز ولایت په زندان کې (۱۲۷) تنه زندانیان د محمدیه دارالعلوم له مدرسې څخه د قران کریم حفظ او ناظرې، نوراني قاعدې، او کسب زده کړو له روزنېزو برنامو څخه فارغ شول

د نوموړي زندان مسوولینو د یادې دورې محبوسینو او محجوزینو  فراغتغونډې ته د خپلو خبرو پرمهال په داسې حال کې، چې د یاد ولایت والي محترم مولوي نصر الله "مطیع"، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۴۹
Background image

د کونړ ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي یې د دې ولایت د پېچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان نظامي مدیر او مل پلاوي تېره ورځ د نوموړي ولایت د پیچ درې ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړلې.

. . .
چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۴:۱۳
Background image

د حفظ او مراقبت او حفظ الصحې کمېټې مدیریت د پیاوړتیا لپاره درې ورځینی ورکشاپ پای ته ورسېد  

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مرکز او ولایتونو زندانونو د هماهنګی، روغتیا، مالي، تفتیش، خدماتو او تعمیراتو برخې مسوولینو ته د سره صلیب نړیوالې کمېټې (ICRC) له لوري د حفظ او مراقبت او. . .

BACK TO NEWS