ولایتي خبرونه ( میدان وردګ، پکتیکا، زابل، کنړ، غزني) میدان وردګ:
د میدان وردګ ولایت د توقیفخونو د مسوولینو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه ۷ ورځینی سمینار ترسره شو
د دې ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته د ظرفیت لوړونې په موخه ۷ ورځیني سمینار کې د نوموړي ولایت توقیفخونو مسوولینو ته هر اړخیز معلومات ورکړل شول.
د میدان وردګ ولایت د زندان امر محترم مولوي احسان الله "صلاح الدین" په وینا، یاد سمینار چې د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی و، ورته د دې ولایت د توقیفخونو مسوولینو ته د توقیفیانو د ساتنې له هغوی سره د ښه چلند، د اعاشې، اباتې، تورنو د انتقال، د هغوی د تسلیمولو طریقه او ورته د غوره اسانتیاوو برابرولو تر څنګ نور د اړتیا وړ مهم موضوعات شریک شول.
داراز، د یاد ولایت د توقیفخونو مسوولینو ژمنه وکړله چې ترلاسه کړو زده کړو او تجربو څخه په خپلو کارو چارو ګټه پورته او د خپل لاس لاندې کارکوونکو هم شریکي کړي.
پکتیکا:
د یو بل خبر له مخې، د پکتیکا ولایت په زندان کې ۳۰ تنه زندانیان د موټر سایکل جوړونې شاپ څخه فارغ شول.
دغه شاپ چې د یاد زندان د مسوولینو په هڅو او د کثیر الرشتوي انسټیټوټ له لورې جوړ شوی وو ۳۰ تنو زندانیانو د درې میاشتینیو زده کړو بشپړولو سره د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د پکتیکا ولایت د زندان امر محترم ملا حکمت الله "خطاب" چې یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو هم شتون درلود د یاد انسټیټوت استازو څخه په مننې دا ډول روزنیزې برنامې د زندانیانو په اصلاح کې ګټورې یاد کړې او دې ته ورته نورو رونیزو برنامو پر جوړولو یې ټینګار وکړ.
داراز، یادو زندانیانو د زندانونو چارو د سمون له ادارې څخه د برابرو شویو سهولتونو او زده کړو په پار مننه وکړله او دې ته ورته نورو رونیزو برنامو پلې کولو غوښتنه وکړه.
زابل:
د زابل ولایت د زندان مسوولینو د دې ولایت د شینکۍ ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله
د دغه ولایت نظامي مسوول په مشرۍ پلاوي د نوموړي ولایت د شینکۍ ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره په اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، پلاوي د دغې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برارولو ژمنه وشوه.
کنړ:
بل لور بیا، د کنړ ولایت زندان مسوولینو د دې ولایت د زندان د جومات د بیا رغونې چارو څخه لیدنه وکړله
د دې ولایت د زندان امر محترم قاري فرهاد "نسیمي" د پرژوې مسوولینو ته د چارو د لا ښه ترسراوي په موخه لازې لارښوونې وکړې.
غزني:
بلخوا، د غزني ولایت د زندان له زندانیانو سره د خرما مرسته وشوه
د غزني د زندان د مسوولینو په هڅو، د دې ولایت د ملي سوداګر له لورې دغه زندان له زندانیانو سره د خرما مرسته وشوه.
د غزني ولایت مسوولینو په وینا، یاده مرسته د یاد زندان د مسوولینو له خوا په پوره شفافیت په محبوسینو او محجوزینو وویشل شوه.
همدا راز، د غزني ولایت د زندان مسوولینو د نوموړي سوداګر څخه د یادې د مرستې په موخه مننه وکړله او له نوموړي سوداګر څخه د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار وکړ.
رمضان المبارک ۱۹/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
