ولایتي لنډ خبرونه: (بغلان، زابل، بامیان)
د بغلان د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ریاست یوه پلاوي د دې ولایت د زندان مسوولینو او پرسونل سره ولیدل او د ديني مسایلو د ښه عملي کولو په اړه د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) د فرمان له مخې یې ورته لازمې لارښوونې ورکړې، چې د هغو له خوا ورته د یادو لارښوونو په ښه توګه د عملي کولو ژمنه وشوه.
بغلان:
د یوبل خبر له مخې، د بغلان د زندان مسوولینو تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ توصیې وکړې.
زابل:
د زابل ولایت د زندان په انګړ کې دننه د دې زندان د موټرو لپاره د یوه تمځای، د سړکونو د کانګریټ او تشنابونو جوړولو چارې پیل شوې.
د نوموړي زندان د مسوولینو په خبره، د یادو رغنیزو چارو مالي لګښت د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا ورکول کېږي او په بشپړېدو سره به یې په یادو برخو کې شته ستونزې حل شي.
بامیان:
بل خوا، د بامیان ولایت د زندان د ځینو برخو د بیا رغونې او رنګمالۍ چارې هم پيل شوې.
د دغه ولایت د زندان د مسوولین وايي، د یادو چارو موخه د زندانیانو د ژوندانه لپاره د مناسب او پاک چاپېریال رامنځته کول دي.
ربیع الاول ۱۲/ ۱۴۴۶
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت