ولایتي لنډ خبرونه: (بغلان، زابل، بامیان)

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۲۵ - ۱۴:۴۷
ولایتی

د بغلان د امر باالمعروف و نهی عن المنکر ریاست یوه پلاوي د دې ولایت د زندان مسوولینو او پرسونل سره ولیدل او  د ديني مسایلو د ښه عملي کولو په اړه د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) د فرمان له مخې یې ورته لازمې لارښوونې ورکړې، چې د هغو له خوا ورته د یادو لارښوونو په ښه توګه د عملي کولو ژمنه وشوه.

بغلان:

د یوبل خبر له مخې، د بغلان د زندان مسوولینو تېره ورځ د نوموړي ولایت د مرکزی بغلان ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي، تعمیراتي او روغتیايي چارې، امنیتي پوستې، ټاورونه او قراولونه وارزول او د شتو ستونزو د حل لپاره یې اړوند مسوولینو ته لازمې او د پام وړ توصیې وکړې.

زابل:

د زابل ولایت د زندان په انګړ کې دننه د دې زندان د موټرو لپاره د یوه تمځای، د سړکونو د کانګریټ او تشنابونو جوړولو چارې پیل شوې.

د نوموړي زندان د مسوولینو په خبره، د یادو رغنیزو چارو مالي لګښت د زندانونو چارو د سمون ادارې له خوا ورکول کېږي او په بشپړېدو سره به یې په یادو برخو کې شته ستونزې حل شي.

بامیان:

بل خوا، د بامیان ولایت د زندان د ځینو برخو د بیا رغونې او  رنګمالۍ چارې هم پيل شوې.

د دغه ولایت د زندان د مسوولین وايي، د یادو چارو موخه د  زندانیانو د ژوندانه لپاره د مناسب او پاک چاپېریال رامنځته کول دي.

ربیع الاول ۱۲/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۳/۵/۳ - ۱۶:۴۷
Background image

معاون پالیسی و مسلکی و سرپرست اداره تنظیم امور زندانها با نمایندگان اداره یونیسف در کابل دیدار نمود

درین جلسه که تحت ریاست محترم قاری عبدالله همدرد سرپرست اداره تنظیم امور زندانها و معاون پالیسی و مسلکی، با اشتراک روئسای شامل در کمیته تخنیکی و مسلکی این اداره، با همآهنگی ریاست برنامه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۴/۲۸ - ۱۳:۲۸
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ګومارنو، تشکيلاتو او د چارو د تنظيم کمېسیون د (۱۴۴۶ه ق) کال په لومړي ناسته کې د مرکز او ولایتونو پر یو شمېر حقوقي او تخنيکي مسایلو بحث او خبرې اترې وشوې

ياده ناسته چې د زندانونو چارو  د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستيال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر"، د مالي او. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۳/۴/۱۹ - ۱۶:۳۰
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ۱۶ زندانونو اړوندو مسوولینو لپاره د زندانیانو د ښې تغذیې او کیفیت په اړه د عامه پوهاوي سیمینار پیل شو

دغه دوه ورځینی سیمینار چې نن(دوشنبې) پیل او سبا به پایته ورسېږي، په افغانستان کې د سره صلیب نړیوالې کمیټې په ملاتړ او د زندانونو چارو د سمون ادارې په هڅو د کابل او ۱۶ ولایتونو د. . .

BACK TO NEWS