د کندز ولایت د زندان رئیس د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

news_admin
شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۹
کندز

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.

همداشان، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې اداري، د خوراکي موادو، حفظ الصحې، روغتیایي او امنیتي چارې له نیږدې وارزولې او اړوند مسوولینو ته د خدماتو لا ښه والي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

داراز، د کندز ولایت د زندان رئیس او مل پلاوي د دشت ارچي ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره هم ولیدل او هغوی هم له نوموړي پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ خپلې ستونزې او غوښتنې شرېکې کړې چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنو ته د رسېدنې، د هغوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.

 

جمادي الاول ۵/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۷/۲۵ - ۱۴:۹
Background image

د کندز ولایت د زندان رئیس د دې ولایت د دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه ليدنه وکړله

د دغه ولایت د زندان رئیس محترم ملا نعمت الله "سراجي"او مل پلاوي د نوموړي ولایت د  دشت ارچي ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د یادې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۳ - ۱۰:۳۷
Background image

د غزني ولایت په زندان کې د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې څلور ورځنی سمینار پای ته ورسېد

د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" په خبره، د دغه سمینار موخه د کارکوونکو د مسلکي پوهې او تجربو لوړول، د کاري چارو د کیفیت ښه‌والی او د ورسپارل شویو دندو په ترسره کولو کې د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۲ - ۱۴:۰
Background image

ولایتي خبرونه: (لوګر، کونړ ) د لوګر ولایت په زندان کې زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت) کتاب تر نامه لاندې د سیالۍ ګډونوالو څخه ازموینه واخېستل شوه

دغه سیالۍ، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست او د زندان مسوولینو په همکارۍ جوړه شوې وه، د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کتلور. . .

BACK TO NEWS