د څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د نجارۍ شاپ پرانېستل شو

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۲
مرکزی

د کابل ولایت څرخي پله مرکزي زندان په همغږۍ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د ځوانانو د پراختیا لپاره د فرصت (oydo) موسسې په همکارۍ د زندانیانو د مسلکي زده‌کړو او د کاري وړتیاوو د لوړولو په موخه د نجارۍ یو مجهز شاپ پرانیستل شو.

د یاد شاپ د پرانېستې په مراسمو کې، د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمدګل "جګرخون"په داسې حال کې، چې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص"، د (oydo) موسسې رئیس محترم سباون احمد "هوتک" او یو شمېر نورو مسوولینو ګډون کړی و، د خبرو پرمهال د یادې موسسې له همکارۍ ّڅخه په مننې زیاته کړله، د یاد شاپ په جوړېدو سره به زندانیانو ته زمینه برابره شي، څو د نجارۍ په برخه کې عملي او مسلکي زده‌کړې ترلاسه او له خوشې کېدو وروسته د حلال رزق ترلاسه کولو لپاره د کاري فرصتونو رامنځته کول دي.

همداراز، ویناوالو د حرفوي او مسلکي زده‌کړو دغه ډول پروګرامونه د زندانیانو د مهارتونو په لوړولو، د هغوی د ځان بسیاینې او د راتلونکي لپاره د سالم ژوند د زمینه برابرولو په برخه کې مهم رول لري.

همداشان، مسوولینو ژمنه وکړله، چې د زندانیانو د لا ښې روزنې په موخه به د حرفوي زده کړو د غه بهیر ته د کابل په ګډون پکتیا، خوست، ننګرهار، هلمند او قندهار ولایتونو  زندانونو کې هم پراختیا ورکړي.

 

 

ربیع الثاني ۲۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۴ - ۱۰:۱۶
Background image

مسابقه سیرت النبی " صلی الله علیه وسلم " که پانزده روز قبل از سوی اداره زندان ولایت پکتیا به هماهنگی بنیاد فرهنگی کوثر راه اندازی شده بود، پایان یافت و به برندگان جوایز مختلف اهدا گردید.

در محفلی که به همین مناسب تدویر یافته بود، نمایند های ملکی ونظامی اداره های مختلف ولایت پکتیا و مسئولان  این زندان اشتراک داشتند.

محترم قاری عبدالغنی "عادل" رئيس زندان ولایت پکتیا، ضمن. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۳ - ۱۳:۵۹
Background image

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د کندهار محبس له بېلابېلو برخو څخه لیدنه او ارزونه وکړله

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د مخابراتو وزیر محترم ملا عبدالاحد "فضلي. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۲ - ۱۵:۱۲
Background image

د څرخي پله مرکزي زندان کې د زندانیانو لپاره د نجارۍ شاپ پرانېستل شو

د کابل ولایت څرخي پله مرکزي زندان په همغږۍ د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د ځوانانو د پراختیا لپاره د فرصت (oydo) موسسې په همکارۍ د. . .

BACK TO NEWS