د څرخي پله مرکزي زندان لپاره نوی د کشف او اوپراتېفي مدیر وټاکل شو

news_admin
Mon, Sep 14 2026 10:08 AM
معرفی

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمد ګل"جګرخون د کشف او اوپراتېفي رئیس محترم مل پاسوال مولوي عبداللطیف "سجاد"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، محترم سمونوال قاري احمد ګل "احمدي" د نوموړي زندان لپاره د کشف او اوپراتېفي نوي مدیر په توګه پرسونل ته معرفي کړ.

داراز، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس  په خپلو خبرو کې زیاته کړله، په ادارو کې تغییر او تبدیل د نظام یو مهم اصل دی او د چارو د لاپیاوړتیا په موخه ترسره کیږي.

همداشان، محترم قاري محمد ګل جګرخون د نوموړي زندان له پرسونل څخه غوښتنه وکړله چې له نوي مدیر سره د کار په برخه کې بشپړه همکاري او همغږي ولري.

په پای کې، محترم قاري احمد ګل احمدي ژمنه وکړله، چې دغه دروند مسوولیت به په ریښتینولۍ او امانتدارۍ ترسره او د خپلو مشرانو لارښوونې به په بشپړ ډول عملي کوي او د زندان چارو د لا ښه والي لپاره به هڅې روانې وساتي.

 

ربیع الثاني ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS