د پسرلي په را د بره کېدو د مرکزي زندان د محبوسینو لپاره د کرکیلې بهیر پیل شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۲۴
زراعت

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په تخنیکي مرسته، د کابل ولایت د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې د پسرلي موسم له رارسېدو سره سم د دغې ادارې د کرنې صنعتي برخې د مسلکي پرسونل او د یاد زندان د لسګونو محبوسینو په ګډې همکارۍ پر شاوخوا ۸ هکټاره ځمکه د کرنې بهیر پیل شو.

د نوموړې ادارې د اقتصادي برنامو د ریاست د مسوولینو په وینا له دې کاره یې هدف د محبوسینو لپاره د سالمې بوختیا، له ازادې هوا د استفادې او د کرنې صنعت په برخه کې د هغوی د روزنې لپاره د زمینې او فضا برابرول دي.

مسوولین زیاتوي، چې دمګړۍ یې پر یاده ځمکه کچالو وکرل او تر دې وروسته به د هر موسم سره سم نور کرنیز توکي وکري.

بلخوا بیا، د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو ریاست د کرنې صنعتي برخې پرسونل  له خوا پر شاوخو ۵ هکټاره ځمکې هم کرکیله پیل شوه.

مسوولین وايي، دا لومړی ځل دی چې پر دې ځمکو چې کرکیله کوي او هدف یې د یاد ګارنېزیون د شاړو ځمکو زرغونول او ترې مثبته ګټه اخیستل دي.

 

شوال المکرم ۱۵/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۱۴:۱۶
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د پلټنې عالي ادارې پلاوي سره وکتل

محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" نن(شنبې) په داسې حال کې، چې د دې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده" او یو شمېر نورو رئیسانو هم شتون درلود، د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۱/۱۵ - ۸:۵۰
Background image

ولایتي خبر:(نورستان) د نورستان ولایت د زندان په انګړ کې زینتي او میوه لرونکي نیالګي کینول شول

د نوموړي ولایت د زندان مسوولینو او پرسونل له لورې د یو حشر په ترڅ کې د دې ولایت د زندان په انګړ کې سلګونه زینتي او میوه لرونکي نیالګي کینول شول.
د یاد زندان امر د چاپیریال د سمسورتیا او. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۲:۲۴
Background image

د پسرلي په را د بره کېدو د مرکزي زندان د محبوسینو لپاره د کرکیلې بهیر پیل شو

د زندانونو چارو د سمون ادارې له لورې د سره صلیب نړۍوالې کمېټې په تخنیکي مرسته، د کابل ولایت د مرکزي زندان د ګارنېزیون په انګړ کې د پسرلي موسم له رارسېدو سره سم د دغې ادارې د کرنې صنعتي. . .

BACK TO NEWS