د لغمان ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۷
لغمان

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا او یو شمیر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، محترم الله محمد "بختیار" د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکېني  امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د یاد زندان نوي امر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه  وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۱۵:۱۷
Background image

د لغمان ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۵/۲۷ - ۹:۵۳
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د مالي او بودجې نوی رئیس وټاکل شو

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء عالي مقام په منظورۍ  د مالي او بودجې نوی رئیس وټاکل شو.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانو چارو د تنظیم. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۵/۲۶ - ۱۴:۳۳
Background image

د غزني ولایت د ماشومانو د  اصلاح او روزنې له مرکز سره د درسي توکو مرسته وشوه

د دغه زندان د رهبرۍ په هڅو او د غزني ولایت د معارف ریاست له لوري د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د ښوونځي د بکسونو، کتابچو او قلمونو په ګډون یو اندازه درسي توکو مرسته. . .

BACK TO NEWS