د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال او مل پلاوي يې د ادارې د بشري سرچینو ریاست او د پېژند د عمومي مدیریت له چارو څخه ارزونه وکړه

news_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۳ - ۱۰:۱۷
معاونیت نظامی

د دغې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ادارې د کورني تفتیش رئیس محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او یو شمېر نور مسوولین هم ورسره وو، د یاد ریاست او مدیریت له مسوولینو او کارکونکو سره وليدل او د هغوی د کړنو او لاسته راوړنو په تړاو یې معلومات ترلاسه کړل.

په ورته وخت کې، پلاوي د یادې ارزونې په ترڅ کې اړوندو مسوولینو ته په خبرو کې زیاته کړه: «که په اداري چارې کې کارکونکي خپل مسوولیتونه پروخت او ښه ډول ادا کړي هم به د ادارې کامیابي وي او هم به د مراجعینو کارونه په خپل وخت سره ترسره شي چې دا مو د مسوولیت ترڅنګ هم دیني او هم ملي وجیبه ده».

داراز، پلاوي د ادارې د بشري سرچینو ریاست او پېژند عمومي مدیریت مسوولینو ته لارښوونه وکړه څو د حاضرۍ په برخه کې د قانون او اصولو مطابق په خپل ټاکل شوي وخت سره سم مخ ته لاړشي څو عدالت پلی، نظامي او ملکي  کارکونکي بې له کوم خنډ او زنډ څخه خپلو چارو ته رسېدنه وکړي.

دغه راز، د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په وينا، د ادارې د اړوندو برخو له ارزونې څخه یې هدف د چارو ښه پرمخ وړل، د اصلاحاتو راوستل او د کارکونکو اصولي وړانديزونو ته په وخت رسېدنه ده.

 

شوال المکرم ۱۳/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۵۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال د پنجشیر ولایت د زندان د نوې ودانۍ له رغنیزو چارو څخه لیدنه وکړله

د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې، چې د دې ادارې د تعمیراتو رئیس محترم ملا حاجي عبدالله بلال او یو شمېر مرکزي او سیمه ییزو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۹/۷ - ۱۴:۳۳
Background image

ولایتي خبرونه:( غزني ،هلمند، پکتیا) د غزني ولایت په زندان کې د (تعلیم‌الاسلام) تر سرلیک لاندې د ازموینه پایلې اعلان شوې

د نوموړي زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" په داسې حال کې، چې یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د دې ازموینې موخه د زندانیانو د دیني زده‌کړو د کچې ارزونه، د اسلامي لارښوونو په. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۹/۵ - ۱۱:۲
Background image

ولایتي خبر (خوست، پکتیکا) د خوست ولایت په زندان کې د زندانیانو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ پای ته ورسېده

په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، د یاد ولایت د عدلي او قضايي، استخباراتو، ښاروال، اطلاعاتو او کلتور، عامې روغتیا رئیسانو، د دغه زندان امر او یو شمېر سیمه ییزو مسوولینو او علماوو برخه. . .

BACK TO NEWS