د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همکارۍ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو لپاره عقیدوي، فکري او اصلاحي درې ورځینی سمینار پای ته ورسېده

news_admin
چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۹
پالیسی جدید

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې چې د دې ادارې ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري"، د ارشاد او دعوت رئیس محترم مولوي صدیق الله "صدیقي" او یو شمېر مسوولینو ګډون درلود، وویل چې په زندان کې له ښوونیزو او رزونیزو برنامو څخه د ګټې اخیستنې سره د ځان اصلاح په فکر کې شئ او د تیرو ناوړو کړنو څخه پېښمانه او د بند مودې پوره کېدو سره سم خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت جوګه شئ.

داراز، محترم مولوي صدیق الله صدیقي او محترم مولوي نظر محمد ناصري د علم په ارزښت خبرې وکړې او زندانیانو ته یې په خپلو خبرو کې وویل؛ دلته چې درته د دیني، عصري او حرفوي زده کړو زمینه برابره شوې، ترې ګټه پورته کړئ څو په مټ یې وکولی شئ د سالمو وګړو په څیر ټولنې سره یو ځای شئ.

د یادونې وړ ده چې دغه سمینار به د څرخي پله مرکزي زندان نورو بلاکونو کې هم ترسره او یوه نېمه میاشت به دوام وکړي.

 

رجب المرجب ۳/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۲۹
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې د ښوونې او بیا روزنې ریاست او تنویر فکري او فرهنګي ټولنې په همکارۍ د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د پنځم بلاک زندانیانو لپاره عقیدوي، فکري او اصلاحي درې ورځینی سمینار پای ته ورسېده

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري محمد بلال "فاتح" په داسې حال کې چې د دې ادارې ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۵:۱۱
Background image

د اسلامي همکاریو سازمان د زندانونو چارو د سمون ادارې سره د یوه امبولانس مرسته وکړله

د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" او په افغانستان کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) سفیر ډاکټر محمدسعید "العیاش" ترمنځ نن(چهارشنبې) د یوه هوکړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۰/۳ - ۱۴:۵۳
Background image

ولایتي خبرونه: (فراه، ننګرهار، بلخ) فراه ولایت له زندان څخه( ۲۶) تنه محبوسین له دیني زده کړو له دورو څخه فارغ شول

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې چې د یاد ولایت د زندان امر محترم ملا راز محمد "مسافر" او یو شمېر نورو سیمه ییزو مسوولینو ګډون کړی و، د خبرو پرمهال وویل چې دلته په زندان کې درکړل شوې زده. . .

BACK TO NEWS