د زندانونو چارو تنظیم ادارې کې نوې ګومارنې وشوې

news_admin
Mon, Sep 14 2026 9:43 AM
معرفی

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" له لوري، محترم ملا محمد عالم "معتصم" د مل پاسوال په بست کې د څرخي پله مرکزي  زندان د ریاست د امنیتي مرستیال په توګه او محترم مولوي محمود "فیاض" د سمونوال په بست کې د ښوونیز مرکز د نوي قوماندان په توګه د یاد زندان پرسونل ته معرفي شو.

محترم الحاج قاري محمد بلال "فاتح" د یادو مراسمو  پرمهال په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا"، د څرخي پله مرکزي زندان رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون"، د نظامي ښوونې او روزنې واحد قوماندانۍ قوماندان محترم مل پاسوال مولوي نورالله "دروېش"او یو شمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود، د مخکینیو مسوولینو کړنې او فعالیتونه وستایل او پرسونل څخه یې له نويو مسوولینو سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو لارښوونه وکړله.

په ورته وخت کې، نویو ګمارل شویو مسوولینو هم په خپلو خبرو کې د ادارې له خوا نوموړو ته د دې مسوولیت د سپارلو له کبله مننه وکړله او دا مسوولیت يې یو امانت یاد کړ او په ښه توګه د ساتلو ترڅنګ یې د دغه مسوولیت پر وخت ترسره کولو ډاډ ورکړ.

 

ربیع الثاني ۱/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS