د تشکیلاتو او معاشاتو د تنظیم کمېسیون د خوست ولایت د زندان ارزونه وکړله

news_admin
Mon, Aug 10 2026 3:18 PM
خوست

د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا عبدالله "بسم الله" په مشرۍ پلاوي په داسې حال کې چې د ا.ا.ا. چارو ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال او یو شمېر نورو مسوولینو ملتیا کوله، د خوست د زندان اداري، امنیتي، تعمیراتي، ښوونیزو او روزنیزو مرکزونو، کتابتون، روغتیايي مرکز، پخلنځي او خدماتي چارو ترڅنګ، د زندانیانو د استوګنې ځایونه هم له نږدې وارزول.

یاد پلاوي، د دې ارزونې په ترڅ کې د دې زندان له زندانیانو سره هم وکتل او ورته یې وویل، هغه کسان چې د جرمونو له امله زندان ته راوستل شوي، هیله ده له خپلو تېرو ناسمو کړنو پښېمانه شي، توبه وباسي او له هغو اصلاحي او ښوونیزو فرصتونو څخه چې په دې زندان کې ورته برابر شوي، اعظمي ګټه واخلي، ترڅو د بند د مودې تر بشپړېدو وروسته خپلو کورنیو او ټولنې ته د سالمو او ګټورو وګړو په توګه ور وګرځي.

په ورته مهال، زندانیانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له لوري د برابرو شویو امکاناتو، خدمتونو او اسانتیاوو څخه د رضایت څرګندونولو سره یو لړ غوښتنې یې له پلاوي سره شریکې کړې چې پلاوي د دغو غوښتنو د ارزونې او د شته امکاناتو په چوکاټ کې د حل لپاره ډاډ ورکړ.

په پای کې، د تشکیلاتو او معاشاتو کمیسیون  پلاوي د زندانونو چارو د تنظیم ادارې رهبرۍ څخه د ښو خدماتو او لازمو اسانتیاوو برابرولو په پار خوښي څرکنده کړله او هڅې یې وستایلې.

 

صفر المظفر۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS