د ازادۍ سلب پرځایونو د څارنې ریاست د پلاوي له لورې د کابل ولایت د څرخي پله د ښځینه محبس ارزونه پایته ورسېده

news_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۴/۲۰ - ۱۵:۱
سلب

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په لارښونه نن(سې شنبې) د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د نوموړي ریاست یوه پلاوي د کابل ولایت د ښځینه محبس د وضعیت او چارو ارزونه بشپړه او له مسوولینو سره یې د هغو د پایلو شریکولو ترڅنګ، پرځینو مربوطه مهمو مسایلو خبرې اترې وکړې.
د پلاوي په وینا، دوی په کره توګه د یاد محبس د ښوونیزو او اصلاحي پروګرامونو، اداري او کاري شعبو، روغتیایي، اعاشوي او اباتوي خدمتونو، د ښځینه محبوسینو‎ د بشري او اسلامي حقونو د رعایتولو او د هغوی د جرمي دوسیو پر وخت تعقیبولو او یو شمېر نورو برخو ارزونه وکړه.
  داراز، نوموړي پلاوي د کابل د ښځېنه محبس د ارزونې ترپایته رسېدو وروسته د دې محبس چارې تر ډېره مثبتې یادې کړې، ځینې نيمګړتیاوې یې په ګوته او له مسولینو سره یې د هغو د حل په موخه بحث او سلا مشورې وکړې.

ذوالحجه ۲۳/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د مطبوعاتو او عامه اړیکو امریت

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۱ - ۱۵:۳۷
Background image

د ا.ا.ا. ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له نظامي مرستیال سره وکتل

د ا.ا.ا. د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه الله) د حکم پر اساس د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون ته دنده سپارل شوې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې، اداري چارې او د زندانیانو وضعیت له. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۳/۳۱ - ۱۴:۸
Background image

ولایتي خبر: (نورستان) د نورستان ولایت د زندان ملکي  او اداري کارکوونکو لپاره د ظرفیت لوړونې په موخه یو ورځینی سمینار پای ته ورسېده

د نورستان ولایت د زندان امر محترم مولوي عبیدالله "عباد" په وینا، یاد سمینار چې د نوموړي زندان د تجربه لرونکو ښوونکو له خوا پیل شوی وو، د دې ولایت د زندان ملکي او نظامي کارکوونکو ته د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۵:۴۲
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل او (۳۳) ولایتونو د زندانونو رئیسانو، مرستیالانو او امرینو ته د زندانونو د رهبرۍ، اداري نظم او د زندانیانو د سالمې ساتنې په موخه (۱۵) ورځینی سمینار پیل شو

د زندانونو چارو د تنظیم  ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق" په داسې حال کې، چې دغې ادارې د مالي او اداري عمومي رئیس محترم مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده". . .

BACK TO NEWS