د سره صلیب نړۍوالې کمېټې له لوري د کابل ولایت له مرکزي توقیفحونې سره د یو اندازه اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

news_admin
Tue, Jun 03 2025 3:13 PM
توقیف

د افغانستان لپاره د سره سلیب نړۍوالې کمېټې (ICRC) له لوري د کابل ولایت له مرکزي توقیفخونې سره د یادو روغتیايي او اړتیا وړ توکو کې د ځان پرمینځلو صابون، د جامو پرمینځلو پوډر، د غاښونو برس او کریم، د اوبو ترموز، دسترخوان، د لاسونو مینځلو مایع، کثافت دانۍ او یو شمېر نور توکي شامل دي، چې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې توقيفخونې د مسوولینو له لوري په روڼه توګه پر شاوخوا تر (۲) زرو زیاتو توقیفیانو وويشل شول.

داراز، د نوموړې توقیفخونې رئیس محترم قاري محمد ګل "جیګرخون" د یادو مراسمو پرمهال چې د زندانونو چارو د سمون ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتیژیکو اړیکو رئیس محترم عبیدالله "اخلاص" او یوشمېر نورو مسوولینو هم شتون درلود په خپلو خبرو کې د خوښۍ په څرګندولو یادې مرستې اړینې وبللې او ویې ویل: «زمونږ هدف د زندانیانو لپاره اړین خدمتونه وړاندې کول او لازمې اسانتیاوې برابرول دي.

په ورته وخت کې، محترم عبیدالله "اخلاص" وویل، ټول هېوادوال په ځانګړې توګه د زندانیانو کورنۍ  دې ډاډه وي چې دې ادارې پورې اړوندو زندانونو کې د ټولو زندانیانو شرعي او انساني حقونه خوندي دي او دا اداره هڅه کوي چې هم له خپله اړخه او هم د مرستندویو بنسټونو د همکاريو پرمټ دوی ته لانورې اسانتیاوې او امکانات برابر کړي.

 

ذوالحجة الحرام ۶/ ۱۴۴۶

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS