د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه ارزونه وکړله

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۴/۲۱ - ۱۱:۷
مرکز اصلاح

د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه لیدنه او هر اړخیزه ارزونه ترسره کړله.

د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال محترم مولوي عبدالسلام "حنفي" په مشرۍ د تشکیلاتو او معاشونو د تنظیم کمېسیون په داسې حال کې، چې د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" د ښار جوړونې وزیر محترم مولوي نجیب الله "حقاني"، د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزیر محترم حاجي عبدالاحد "فضلي"، د کورنیو چارو وزارت معین محترم ملا رحمت الله "نجیب"، د استخباراتو عمومي ریاست مرستیال محترم ملا بسم الله "عبدالله"، د مالیې وزارت مالي او اداري معین محترم حاجي عبدالقدیر "احمد"، د افغانستان بانک عمومي رئیس محترم حاجي نور احمد اغا، د دې ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق"، د مقام د دفتر رئیس محترم قاري رحمت الله "ګلزاد"، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز رئیس محترم مولوي شرافت الله "حقاني" او یو شمېر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز څخه د لیدنې پرمهال د دې مرکز اداري، امنیتي، تعمیراتي، تعلیمي، روزنیزې، امنیتي او خدماتي چارې، روغتیايي، د محجوزینو د اصلاح او روزنې بهیر، د استوګنې وضعیت او د وړاندې کېدونکو خدمتونو کیفیت یې وڅېړه.

وروسته، محترم مولوي عبدالسلام حنفي او ورسره مل پلاوي د مرکز له محجوزینو سره له نږدې وکتل، د هغوی ستونزې، غوښتنې او وړاندیزونه یې واورېدل او د اصلاح، ښو اخلاقو، دیني او عصري زده کړو، قانون ته د درناوي او ټولنې ته د سالم او ګټور وګړي په توګه د بېرته ورګرځېدو په اړه یې ارزښتناکې سپارښتنې او لازمې توصیې ورته وکړې.

د ریاست الوزراء عالي مقام اداري مرستیال په مشرۍ پلاوي د یاد مرکز د لیسې او حرفوي شاپونو  څخه د لیدنې پرمهال محجوزینو ته په خپلو خبرو کې وویل؛ تېرو ناروا کړنو څخه پېښمانه او دغه طلايي فرصت څخه ګټه پورته کړئ، څو وکولی شئ د حجز مودې پوره کېدو سره سم د کاسب، پوه او سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې ته د خدمت وړ وګرځی او مونږ هڅو کوو چې د ستاسو په لاس جوړو توکو ته ښه بازار پیدا کړو.

محترم مولوي عبدالسلام حنفي ټینګار وکړ، چې اسلامي امارت د ماشومانو د اصلاح، سالمې روزنې او د هغوی د راتلونکي جوړونې لپاره ځانګړې پاملرنه لري او اړوند مسوولین مکلف دي، چې د محجوزینو د اصلاح زده کړو او مسلکي وړتیاوو د لوړولو په برخه کې خپلې هڅې لا ګړندۍ کړي.

د لیدنې په پای کې، د ا.ا.ا. د ریاست الوزراء عالي مقام د اداري مرستیال او د نوموړي کمېسیون مشر، محترم مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د نوموړي مرکز له مسوولینو سره د چارو د لا ښه تنظیم، د خدمتونو د کیفیت د ښه کولو او د موجودو اړتیاوو د ارزونې په اړه خبرې وکړې، محجوزینو ته برابرې شوې اسانتیاوې او خدمتونه یې وستایل او له مسوولینو څخه د مننې ترڅنګ یې محجوزینو ته د اصلاحي او بیا روزنې پروګرامونو پر لا پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 

محرم الحرام ۲۶/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۸ - ۱۲:۵۸
Background image

د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس په انګړ کې محبوسینو لپاره د حرفوي زده کړو شپږ میاشتنۍ دوره پېل شو

یاده دوره چې ، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې په همغږۍ او د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ، د کابل ولایت د نشه یي توکو ځانګړي امنیت لرونکي محبس (۹۰) تنو محبوسینو ته جوړه شوې، د شپږو. . .

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

BACK TO NEWS