د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس جوزجان ولایت د زندان له زندانیانو سره په لیدنه کې: زندان د محکومینو د اصلاح او روزنې ځای دی
د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف"مستري"په داسې حال کې، چې د بلخ ولایت ښاروال محترم حافظ عبد الرحمن "همت" او د یاد زندان امر محترم ملا عبد الباري "مخلص" هم ورسره وه، جوزجان ولایت د زندان وضعیت یې و ارزاوه او له مسوولینو سره یې هم پر اړوندو مسایلو خبرې اترې وکړې.
داراز، محترم الحاج مولوي محمد یوسف مستري د نوموړي ولایت د زندان له زندانیانو سره هم ولیدل او د هغوی د ستونزو تر اورېدو وروسته یې وویل، « موږ ډېر کوښښ کړی چې اصلاحي او روزنیز پروګرامونه عملي کړو، نو هیله لرم چې له یوې خوا دا پروګرامونه په زندان کې ستاسو د اصلاح او بیا روزنې لامل شي او له بلې خوا تاسو هم ترې له بدو او ناروا کړنو څخه د ډډه کولو لپاره ګټه واخلئ او هم له بنده وروسته د یو سالم وګړي په توګه خپلې کورنۍ او ټولنې سره یو ځای شئ ».
په ورته وخت کې، د یاد ولایت د زندان زندانیانو د زندانونو چارو د سمون ادارې عمومي رئیس په ورتګ خوښي وښوده او له دوی سره د زندان د مسوولینو چلند یې ښه یاد کړ.
همداشان، د ادارې عمومي رئیس د دې زندان د ښوونې او بیا روزنې، ډوډۍ او خوړو پخولو، اباتې، د برېښنايي خدماتو وړاندې کولو، تعمیراتي او روغتیايي چارې له نږدې وارزولې او د هغو لا ښه والي او شتو ستونزو د هواري په موخه یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رئیس محترم مولوي الحاج محمد یوسف مسترۍ په مشرۍ پلاوي د دغه زندان د امنیتي ټاورونو، قراولونو، امنیتي پوستو او نورو برخو څخه لیدنه وکړله او د امنیتي تدابیرو لا ښه والي لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
رمضان المبارک ۴/ ۱۴۴۷
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
