د بلخ والي د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس او مل پلاوي سره ولیدل

news_admin
یکشنبه ۱۴۰۴/۷/۱۳ - ۱۴:۱۸
dastbanadi

 

محترم الحاج ملا محمد یوسف "وفا" تېره ورځ د بلخ ولایت زندان ته تللی و او هلته یې لومړی د زندانونو چارو سمون ادارې د مقام د دفتر د رئیس محترم قاري رحمت الله"ګلزاد" په مشرۍ او د دې ادارې د ښوونې او بیا روزنې رئیس محترم مولوي نظر محمد "ناصري" په غړیتوب ورغلي پلاوي او د یاد ولایت د زندان له رئیس محترم مولوي کمال الدین "زاهد" سره ولیدل او پر یو لړ اړوندو مهمو مسایلو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.

د بلخ محترم والي په دې لیدنه کې ژمنه وکړه، چې هڅه کوي د دې ولایت له زندان سره خپلو هر ډول مرستو او همکاريو ته دوام ورکړي.

تر دې لیدنې وروسته د بلخ ولایت محترم والي او نوموړي پلاوي په یاد زندان کې سلګونه تنو نارینه او ښځینه محبوسینو او محجوزینو له خوا د قرآن کریم د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو د دورو د پایته رسولو له امله په جوړو شویو مراسمو کې هم ګډون وکړ.

د زندان د مسوولینو د معلوماتو پربنسټ له یادو دورو څخه (۱۴) تنه د قرآن کریم حفظ، (۹۰) تنه د ناظرې او (۹۰) تنه ښځینه محبوسینې د حرفوي زده کړو په برخو کې فراغت حاصل کړ.

د بلخ ولایت والي محترم الحاج ملا محمد یوسف وفا په دې مراسمو کې زندانیانو ته په خطاب کې د فراغت د مبارکۍ ترڅنګ وویل، هغه محبوسین چې په نوموړي زندان کې د دیني او عصري علومو، کسب زده کړو، اصلاحي او نورو ښوونیزو او روزنیزو علمي او عملي برنامو کې یې ښه برخه اخیستې وي، په سلوک کې یې اصلاح راغلې وي، نو د ا.ا.ا. د عالیقدر مشرتابه(حفظه الله) په شفقت به له عفوې او تخفیف څخه برخمن شي.

داراز، د زندانونو چارو د سمون ادارې د مقام د دفتر رئیس د دې مراسمو پرمهال، چې د دغه ولایت یو شمېر سیمه ییزو چارواکو او دیني عالمانو هم شتون درلود، په خپلو خبرو کې نوموړو فارغانو ته د فراغت مبارکي وویله او دا یې د هغوی لپاره د الله پاک(جل جلاله) له خوا یو لوی نعمت او رحمت یاد کړ او زیاته یې کړه: « هیله ده چې تاسو دلته په زندان کې له دې ښه فرصته په ګټه اخیستو د قرآن کریم په تجوید او څنګه چې لازم وي د هغه تلاوت کول زده کړئ، ځکه دا ډېر اهمیت او ثواب لري او اړین دي».

په ورته وخت کې د بلخ ولایت د زندان رئېس وویل، « موږ تر دې وړاندې هم په دې زندان کې زندانیانو ته د دیني زده کړو د برنامو د عملي کولو او د قرآن کریم د تکړه او تجربه لرونکو استادانو د هڅو پرمټ، سلګونو تنو محبوسینو او محجوزینو ته چې قرآنکریم د حفظ، ناظرې او حرفوي زده کړو  په برخو کې یې زده کړې بشپړې کړې وې د فراغت سندونه ورکړي دي».

همداشان، یادو فارغانو زندانیانو د رضایت په څرګندولو وویل، « دا ډېر د خوشحالۍ ځای دی چې په زندان کې له ګټورو برنامو څخه برخمنېږو، وخت مو بېځایه نه ضایع کېږي، د حبس موده مو د ثواب په ترلاسه کولو او پرته له اندېښنې تېرېږي او موږ د زندان له رهبرۍ مننه کوو او د نورو دا ډول دیني برنامو د عملي کولو غوښتنه هم کوو.»

د مراسمو په پای کې، د بلخ ولایت د زندان د قرآن کریم د حفظ دورې یاد شمېر فارغانو محبوسینو او محجوزینو ته د اعزاز پګړۍ پر سر او د خیر دعا ورته وشوه.

 

ربېع الاخر ۱۲/ ۱۴۴۷

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه ترین اخبار

شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۳ - ۱۴:۴۸
Background image

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس د هرات ولایت د زندان له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړله

محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" تېره ورځ هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له زندانه د لیدنې پرمهال د یاد زندان اداري، امنیتي او خدماتي چارې له نږدې وارزولې.

داراز، د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۲۱
Background image

د بامیان ولایت د زندان د زندانیانو لپاره د یو جومات د بیا رغونې چارې بشپړې او  ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

د بامیانو ولایت د زندان رئیس محترم مولوي عبدالرحیم "احمد" وايي، د نوموړي جومات د بیا رغونې او رنګولو چارې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې، نن(چهارشنبې) پایته ورسېدې.

د هغه په وینا، له یاد. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۰ - ۱۰:۵۶
Background image

اخبار ولایتي: (بدخشان، پکتیا، زابل) به تعداد(۳۸۵) تن زندانی شامل ذکور واناث در زندانهای ولایات بدخشان، پکتیا و زابل مورد عفو و تخفیف قرار گرفتند

به اساس هدایت مقام عالی ستره محکمه و با همآهنگی اداره تنظیم امور زندانها به مناسبت فرا رسیدن حلول عید سعید فطر، هیئت مشترک نهادهای یادشده دوسیه‌های نسبتی زندانیان را مورد ارزیابی دقیق. . .

BACK TO NEWS