د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز کې د محجوزینو ترمنځ د سیرت النبي(صلی الله علیه وسلم) سیالۍ ترسره شوې
په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې، چې د یاد مرکز رئیس محترم مولوي عطا محمد "محمد"او یو شمېر استادانو برخه لرله، د نبي اکرم (صلی الله علیه وسلم) سیرت زده کړې او دغه ډول روزنیزو برنامو په ارزښت او ګټو خبرې وکړې.
همدا شان، محترم مولوي عطا محمد محمد په دغو مراسمو کې ګډونوالو ته وویل؛ چې دا د هر مسلمان ځوان اسلامي او دیني دنده او وجیبه ده، چې د خپل محبوب پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) د مبارک سیرت څخه ځان خبر کړي او په خپل ورځني ژوند کې یې عملي کړي او ګټه ترې واخلي.
یاده سیالۍ، چې د نوموړي مرکز د مسوولینو له لورې څه موده مخکې پیل شوې و د جیدو علماوو لخوا د ازموینې تر اخیستلو وروسته بریالیو ګډونوالو ته یو شمیر ډالۍ ورکړل شوې.
ربیع الاول ۱۲/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
