د زندانونو چارو د تنظیم په ادارې کې نوې ګومارنې ترسره شوې
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزرا ء عالي مقام په منظورۍ دغې اداره کې نوې ګومارنې ترسره شوې.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په داسې حال کې چې د دې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم الحاج قاري محمدبلال "فاتح"، د مالي او اداري عمومي رئیس محترم الحاج مولوي عبدالهادي "مالي اخندزاده"، د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا" او یو شمېر نورو رئیسانو او مسوولینو هم شتون درلود، محترم الحاج مولوي عبدالمالک "خاکسار" د کابل ولایت د توقیفخونو د نوي رئيس او محترم قاري محمدګل "جګرخون" د کابل ولایت د څرخي پله مرکزي زندان د نوي رئیس په توګه د جلا جلا مراسمو پرمهال اړوندو ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي شول.
محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" یادو مراسمو ته د خبرو پرمهال د نوموړو رئیسانو مخکیني خدمتونه او لاسته راوړنې وستایلې او هغوی ته یې په نویو کې د لازیاتو د بریا هیله څرګنده کړله.
په ورته وخت کې، نویو ګومارل شویو رئیسانو د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د رهبرۍ له خوا پر دوی د دې باور له امله په مننې سره زیاته کړله، چې که څه هم دا د دوی لپاره یو دروند بار او مسوولیت دی، نو هڅه به وکړي چې ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره امانتدارۍ او ریښتینوالۍ ترسره کړي.
صفر المظفر ۱۲/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
