د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال په مشرۍ پلاوي له مرکزي محبس، د کابل ولایت توقیفخونې او د ادارې ۵۰ بستریز روغتون څخه لیدنه وکړه

news_admin
Mon, Sep 25 2023 3:08 PM
توقیف

محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په داسې حال کې چې د مقام دفتر رئیس عبیدالله "اخلاص" د خوشې شویو بندي مجاهدینو د ستونزو د حل رئیس محترم ملا محمد نور "بلال شاهین" د مالي او حسابي رئیس محترم مشعل "حکمت" او  یوشمېر مسوولین هم ورسره وو، د کابل ولایت له توقیفخونې څخه لیدنه وکړه  او هلته یې اړوندو مسوولینو سره د ځینو ستونزو پر حل لارو خبرې اترې وکړې.

تر هغې وروسته، محترم بدر او مل پلاوي د توقیفخونې د پایوازۍ  بهیر له نږدې وڅاره او اړوندو مسوولینو ته یې دنده وسپارله، څو په دغه بهیر کې ستونزې حل او لا زیاتې اسانتیاوې ورته برابرې کړي.

داراز، پلاوي د نوموړي زندان له توقیفیانو سره په کتنه کې د هغوی د خوړو (اعاشې)، اباتې، پخلنځي او روغتیايي چارو وضعیت ارزولی او د ستونزو حلولو، لازمو اسانتیاوو برابرولو او روا غوښتنو ته د رسېدنې په اړه يې معلومات راټول او له هغوی سره یې ژمنه وکړه چې غوښتنو او ستونزو ته به یې په وخت رسېدنه وشي.

همدا راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د ادارې  ۵۰ بستریز روغتون ته ولاړ او هلته یې د بستر شویو ناروغانو پوښتنه وکړه او اړوندو  روغتیايي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د نوموړو  ناروغانو په درملنه کې د خپلو ټولو امکاناتو څخه په ګټې اخیستنه کې له هیڅ راز هلو ځلو څخه دریغ ونه کړي.  

 

ربیع الاول ۱۰ / ۱۳۴۵

د مقام د دفتر ریاست

اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS