د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ توقیفخونه فعاله او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوه

news_admin
Mon, Sep 18 2023 2:49 PM
جلریز

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د میدان وردګ ولایت د جلریز ولسوالۍ د توقیفخونه د دې ولایت د مسوولینو په هڅو چې د یادې ولسوالۍ د ولسوال، امنیه قوماندان، محکمې رئیس د استخباراتو مسوولینو هم شتون درلود، یاده توقیفخونه فعاله او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.
په ورته وخت کې د یاد ولایت د زندان امر مولوي صلاح الدین په خپلو خبرو کې وویل: چې  نوموړې توقیفخونه په معیاري ډول جوړه شوې او د لمریزې بریښنا او د اوبو رسولو منظم سیستم په لرلو سره د یادې توقیفخونې پرسونل او توقیفیانو لپاره لازمې اسانتیاوې ورته برابرې شوي دي.
داراز، نوموړي زیاته کړه چې یاده توقیفخونه تر لسګونو تنو پورې د توقیفیانو د ساتنې ظرفیت لري چې تر ډیره بریده به د یادې ولسوالۍ د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې پر وخت رسېدنه کیږي.
 
 
ربیع الاول ۳/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS