د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د خوست ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Tue, Aug 29 2023 4:52 PM
خوست

د یادې ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو د مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" په مشرۍ او د خدماتو رئیس محترم مولوي عبدالمالک "خاکسار" او د کابل ولایت د توقیفخونو د رئیس محترم قاري محمد ګل "جګرخون" په ګډون ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ خوست ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د دې ولایت د زندان له مسوولینو سره وکتل او پر اړوندو موضوعګانو یې خبرې اترې او سلا مشورې وکړې.
همداشان ، د محترم همدرد په مشرۍ پلاوي د خوست ولایت د زندان امنیتي پوستې، قراولونه، ټاورونه، اداري شعبې، پخلنځی، د خوړو، د څښاک پاکو اوبو سیستم او بېلا بېلې برخې وارزولې او د شتو نیمګړتیاوو او ستونزو د حل په موخه یې مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
داراز، پلاوي د نوموړي ولایت له زندانیانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزي او غوښتنې له نږدې واورېدې، چې هغوی د پلاوي په ورتګ د خوښۍ تر څنګ د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه یې وکړه.
په ورته وخت کې، د پلاوي له لوري یادو زندانیانو ته ډاډ ورکړل شو  چې په دې برخه کې به له عدلي او قضایي اورګانونو سره موضوع شریکه‎ څو ژر تر ژره ‎ورته رسېدنه وشي.
په پای کې، د زندانونو چارو د سمون ادارې د پالېسۍ او مسلکي چارو مرستیال محترم قاري عبدالله "همدرد" د دې زندان مسوولینو ته د زندانیانو لپاره د اسانتياوو د لا زیاتولو، ستونزو او روا غوښتنو ته یې د رسېدنې او د لا نورو ښو خدمتونو د وړاندې کولو سپارښتنه وکړه.

صفر المظفر۱۲\ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS