د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Aug 16 2023 4:05 PM
میدان وردګ

د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم  پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ د میدان وردګ ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي صلاح‌ ‌‌‌‌‌الدین سره د ځینو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.

همداشان ، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي  د دې ولایت د زندان اداري شعبې، امنیتي پوستې، ټاورنه، قراولونه، پخلنځی، خواړه، د څښاک اوبه او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي.

داراز، پلاوي د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښونې وکړې.

یاد پلاوي د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه.

 

محرم الحرام ۳۰/ ۱۴۴۵

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS