د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د میدان وردګ ولایت له زندانه لیدنه وکړه
د دې ادارې د عمومي رئیس محترم مولوي محمديوسف "مستري" په سپارښتنه د ادارې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال مولوي اسدالله "مولانا" په مشرۍ ټاکل شوي پلاوي، تېره ورځ د میدان وردګ ولایت له مرکزي زندان څخه د لیدنې په ترڅ کې د یاد ولایت د زندان له امر محترم مولوي صلاح الدین سره د ځینو اړوندو مسایلو په اړه خبرې اترې وکړې.
همداشان ، د محترم مولانا په مشرۍ پلاوي د دې ولایت د زندان اداري شعبې، امنیتي پوستې، ټاورنه، قراولونه، پخلنځی، خواړه، د څښاک اوبه او بېلا بېلې برخې ارزولي او د شتو ستونزو د حل لپاره یې له اړوندو مسوولینو سره سلا مشورې کړې دي.
داراز، پلاوي د دغه زندان د زندانیانو ستونزې او غوښتنې له نږدې واورېدې او اړوندو مسوولینو ته یې د ستونزو د حل په موخه لازمې لارښونې وکړې.
یاد پلاوي د دې ولایت د زندان مسوولینو سره په خبرو کې، د بندیانو لپاره د اسانتياوو پر زیاتولو، د هغوی ستونزو او روا غوښتنو ته د رسېدنې او د ښو خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار وکړ او له زندانیانو سره یې د نوموړو مسوولینو ښه چلند وستایه.
محرم الحرام ۳۰/ ۱۴۴۵
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت