مرکزي توقیفخونې ته (۲۰۰۰) نوي بالښتونه او توشکې وسپارل شوې

news_admin
Wed, Jul 12 2023 3:37 PM
ghani

د زندانونو چارو د سمون ادارې، د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې اړتیا ته په کتو په خپل مالي لګښت د توقیفیانو لپاره (۲) زره د ښه کیفیت لرونکي بالښتونه او توشکې وپېرلې او نن(چهارشنبې) یې د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د یادې توقیفخونې مسوولینو ته وسپارلې.
نوموړو مسوولینو د خوښۍ په څرګندولو سره وویل:«دا د توقیفیانو یوه غوښتنه وه چې پوره شوه او موږ به د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ په مرسته د دوی نورو روا غوښتنو ته هم رسېدنه وکړو».
د یادونې وړ بولو چې دغه توکي به په شفافه او منظمه توګه د کابل ولایت د مرکزي توقیفخونې پر موجودو توقیفیانو وویشل او پاتې نور به یې په ښه توګه خوندي او له اړتیا سره سم به په راتلونکې کې وکارول شي. 

ذوالحجه ۲۴/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS