د زندانونو چارو د سمون ادارې یوه پلاوي د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ له توقیفخونې ليدنه وکړه

news_admin
Sat, Jun 17 2023 3:55 PM
ننگرهار

د زندانونو چارو د سمون ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال قاري حبیب الله "بدر" په سپارښتنه د ننګرهار ولایت د زندان رئیس محترم مولوي نېک محمد "مقتدا" او د کابل ولایت د توقیفخونو رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"، د یاد ولایت د حصارک ولسوالۍ له توقیفخونې څخه د لیدنې پرمهال د دې توقیفخونې له مسوولینو سره پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.
همدا راز، پلاوي د نوموړې ولسوالۍ د توقیفخونې له توقیفیانو سره ولیدل او هغوی هم له پلاوي څخه د دوی د وضعیت او حال د ارزونې له کبله د مننې تر څنګ، د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه وکړه، چې د پلاوي له لورې د هغوی دې غوښتنې ته د رسېدنې، د دوی د حقونو رعایتولو او ورته د لازمو اسانتیاوو د برابرولو ژمنه وشوه.
په ورته مهال، پلاوي د ننګرهار ولایت د حصارک ولسوالۍ د امنیې قوماندان او د محکمې له رئیس  سره له نږدې وکتل او د دې ولسوالۍ توقیفیانو ته د خوندي امنیت او د جرمي دوسیو د ژر څېړلو په هکله یې سلا مشورې وکړې.

ذوالقعده ۲۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS