د کابل ولایت د شکردرې ولسوالۍ توقیفخونه د ۸ کاله ځنډ وروسته بیرته فعاله شوه

news_admin
Wed, Jun 14 2023 2:53 PM
توقیف

د زندانونو چارو د سمون ادارې د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یوسف "مستري" په سپارښتنه او اړتیا ته په کتو سره سم، د کابل ولایت د توقیفخونو د رئیس محترم قاري عبدالغني "عادل"  په هڅو د دې ولایت د شکردرې ولسوالۍ توقیفخونه د ۸ کاله ځنډ وروسته بیرته فعاله او ګټې اخیستنې ته و سپارل شوه.
په ورته وخت کې، محترم عادل په خپلو خبرو کې وویل:« د یادې توقیفخونې د بیا رغونې چارې په ښه او میعاري توګه رغول شوې دي چې له دې  سره به د شکردرې ولسوالۍ ترڅنګ د استالف، ګلدرې، فرزې، قره باغ او د میربچه کوټ ولسوالیو توقیفیانو هم دلته راوړل او ساتل کیږي.
نوموړي زیاته کړه چې یاده توقیفخونه د ۶۰ تنو پورې د توقیفیانو د ساتنې ظرفیت لري چې تر ډیره بریده به د یادو ولسوالیو د توقیفیانو ستونزې هوارې او چارو ته به یې په وخت رسېدنه وشي.

ذوالقعده ۲۵/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست 
اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS