د پکتیا د مرافعې محکمې پلاوي د یاد ولایت د زندان زندانيانو ته د هغوی د جرمي دوسيو د ژر څېړلو ډاډ ورکړ

news_admin
Sun, May 28 2023 4:29 PM
پمتیا

د پکتیا د مرافعې محکمې رئیس او د دې ولایت د قضايي برخې استازو د پکتیا د زندان له رئیس محترم ملا سعید "سهیل" سره د هغه په کاري دفتر کې وليدل او پر یو لړ اړوندو موضوعګانو يې خبرې اترې وکړې.  
په ورته وخت کې، یاد پلاوي د پکتيا زندان له زندانیانو سره هم وکتل، هغوی ورته له خپله اړخه د مسوولینو چلند ښه یاد کړل او د خپلو جرمي دوسیو د ژر څېړلو غوښتنه کړې.
همداراز، پلاوي د پکتیا ولایت د زندان له مسولینو څخه زندانيانو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو په موخه ځانګړې مننه وکړې او زندانیانو ته يې ډاډ ورکړ، چې جرمي دوسيې به یې ژر وڅېړل شي.

ذو القعده- ۸/ ۱۴۴۴
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS