د کندهار ولایت د زندان ریاست ښځینه بندیانو لپاره نوی روغتیايي کلینیک جوړ شو

news_admin
Thu, Feb 09 2023 3:47 PM
كنرهار

دغه کلینیک، چې د یاد ولایت د زندان د ریاست د مسوولینو په هڅو او د سره صلیب نړیوالې کمېټې په مالي مرسته جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، تېره ورځ د نوموړي زندان د رئیس محترم ملانعمت الله "سراجي" او د دې کمېټې د استازي ډاکټر ناصري لخوا د یو لړ مراسمو په ترڅ کې پرانیستل شو.
پرطبي وسایلو سمبال دې جوړ شوي کلینیک پرمټ به، د زندان ښځینه بندیانو لپاره د ښځينه ډاکټرانو او طبي متخصصینو له خوا روغتیايي خدمتونه وړاندې کېږي. 
د کندهار د زندان رئیس محترم ملانعمت‌الله "سراجي" په یادو مراسمو کې د خپلو خبرو پرمهال، د سره صلیب نړیوالي کمېټې له دې مرستې څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې کوښښ کوي په راتلونکې کې به هم د دغه ولایت د ښځینه بندیانو لپاره نورې لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.

رجب المرجب ۱۸/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS