د څرخي پله مرکزي زندان د ښوونيزې قومندانۍ نوي قومندان په خپله دنده پيل وکړ

news_admin
Mon, Dec 05 2022 9:25 AM
حیات الله

د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ له خوا د امنيتي چارو د ښه سمون لپاره محترم حيات الله"احمدي"، د مرکزي زندان د ښوونيزې(تعليمي) قومندانۍ د نوي قومندان په توګه وټاکل شو او تېره ورځ يې په رسمي توګه خپل کار پيل کړ. 
محترم احمدي تر دې وړاندې د ياد زندان د امنيتي قراول قومندان و، چې اوس يې پرځای محترم عبدالجليل" اعجمي" وګومارل شو.
د زندانونو چارو د سمون ادارې رهبري او مسوولين د کارکوونکو، بنديانو، توقيفيانو او محجوزينو د خونديتوب او امنيت پر وړاندې ځان مسول ګڼي او په دې برخه کې د امنيتي مسوولينو ادلون بدلون د قانون او اصولو سره سم ترسره کوي.

جمادي الاول ۱۰/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو او عامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS