د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال له مرکزي توقیفخونې او روغتیا ریاست څخه لیدنه وکړه

news_admin
Wed, Nov 16 2022 5:05 PM
دییدار مهاون

محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" نن(چهارشنبې) په داسې حال کې چې یوشمېر امنیتي مسوولین هم ورسره وو، د کابل ولایت له توقیفخونې یې لیدنه وکړه، په امنیتي او نورو برخو کې یې ستونزې وارزولې او د حل لپاره یې اړوندو مسوولینو ته لازمې سپارښتنې وکړې.
دغه راز، د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال د ادارې روغتیا ریاست ته ولاړ او هلته یې د طبي وسایلو او امکاناتو د ارزونې ترڅنګ له طبي مسوولینو او پرسونل سره وکتل او پریوشمېر اړوندو مسایلو یې خبرې وکړې.
د یادې کتنې په پای کې، د روغتیا ریاست مسوولینو او پرسونل د نوموړي له پاملرنې څخه مننه وکړه او د ځینو طبي وسایلو او امکاناتو د کمښت یادونه یې وکړه، چې د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال محترم پاسوال قاري حبیب الله "بدر" له خوا ورسره د ادارې د امکاناتو پرمټ د رسېدنې ژمنه وشوه.

ربېع الثاني ۲۱/ ۱۴۴۴
د اطلاعاتو اوعامه اړيکو رياست

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS