ولایتي خبرونه: (لوګر، کونړ ) د لوګر ولایت په زندان کې زندانیانو ترمنځ د (اهل سنت والجماعت) کتاب تر نامه لاندې د سیالۍ ګډونوالو څخه ازموینه واخېستل شوه

news_admin
Wed, Oct 14 2026 2:00 PM
ولایتی

دغه سیالۍ، چې د دې ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست او د زندان مسوولینو په همکارۍ جوړه شوې وه، د یاد ولایت د زندان امر محترم مولوي حمید الله "حیدري" او د دغه ولایت د اطلاعاتو او کتلور ریاست رئیس هم حضور دلود، نوموړي د خبرو پرمهال د مطالعې په ارزښت خبرې وکړې او وې ویل، چې د دا ډول سیالیو موخه د زندانیانو د دیني پوهې لوړول او مطالعې ته د هغوی هڅول دي.

کونړ:

د کونړ ولایت د زندان سره د حفظ الصحې او اړتیا وړ توکو مرسته وشوه

یاده مرسته، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د اقتصادي برنامو او ستراتېژیکو اړیکو ریاست په هڅو او د یاد زندان په همغږۍ ترسره شوه، چې موخه یې د ښځینه بلاک د اړتیاوو پوره کول او د اړوندو اسانتیاوو برابرول دي.

د نوموړي ولایت د زندان د امر محترم ملا محمد نور"بلال شاهین" د کلیو د بیارغونې ریاست له مسؤلینو څخه د دې مرستې له امله مننه کوي او د بندیانو د اړتیاوو د پوره کولو په برخه کې د ورته همکاریو دوام مهم بولي.

 

جمادي الاول ۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS