د لغمان ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو

news_admin
Tue, Aug 18 2026 3:17 PM
لغمان

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په داسې حال کې، چې د نظامي چارو  معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا او یو شمیر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، محترم الله محمد "بختیار" د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.

داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکېني  امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.

په ورته وخت کې، د یاد زندان نوي امر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور  کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه  وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.

 

ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS