د لغمان ولایت زندان لپاره نوی امر وټاکل شو
د زندانونو چارو د تنظیم ادارې عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمدیوسف "مستري" په سپارښتنه، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د نظامي چارو مرستیال محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په داسې حال کې، چې د نظامي چارو معاونیت د ارکان رئیس محترم پاسوال الحاج اسدالله "مولانا او یو شمیر نورو مسوولینو یې ملتیا کوله، محترم الله محمد "بختیار" د یاد زندان ملکي او نظامي پرسونل ته معرفي او په چارو کې ورته د بریالیتوب هیله وشوه.
داراز، محترم لوی پاسوال الحاج محمد کاظم "طارق په دې اړه په جوړو شویو مراسمو کې د نوموړي ولایت د زندان د مخکېني امر کړنې او فعالیتونه وستایل او د یاد زندان له نظامي پرسونل څخه یې له اوسني مسوول سره د همکارۍ او په ګډه د چارو ښه پرمخ وړلو غوښتنه وکړله.
په ورته وخت کې، د یاد زندان نوي امر د زندانونو چارو د تنظیم ادارې له رهبرۍ څخه پر هغه د باور کولو د مننې ترڅنګ، ژمنه وکړله، چې د ادارې له لوري ورسپارل شوي مسوولیتونه به په پوره رېښتینولۍ سره ترسره او د زندانونو د لا ښه امنیت په ساتنه کې به نه ستړې کېدونکې هلې ځلې کوي.
ربیع الاول ۴/ ۱۴۴۸
د مقام د دفتر ریاست
د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت
