د غزني ولایت د ماشومانو د  اصلاح او روزنې له مرکز سره د درسي توکو مرسته وشوه

news_admin
Mon, Aug 17 2026 2:33 PM
غزنی

د دغه زندان د رهبرۍ په هڅو او د غزني ولایت د معارف ریاست له لوري د یاد ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز سره د ښوونځي د بکسونو، کتابچو او قلمونو په ګډون یو اندازه درسي توکو مرسته وشوه، چې  د یاد زندان د مسوولینو له لورې په پوره شفافیت د نوموړي مرکز پر محجوزینو وويشل شول.

د غزني ولایت د زندان رئیس محترم مولوي خالقداد "رحمت" د یادې مرستې په پار د مننې ترڅنګ دغه توکي اړین بللي او د ورته نورو مرستو او همکاریو پر دوام ټینګار کړی.

 

ربیع الاول ۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS