ولایتي خبرونه(بلخ، خوست، غزني) د بلخ، خوست او غزني ولایتونو زندانونو کې د زمري د ۲۴مې د بریا عظیمې فتحې او خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د جلا جلا پرتمینو مراسمو پرمهال لمانځغونډې ترسره شوې

news_admin
Mon, Aug 17 2026 2:23 PM
ولایتی

په دغو مراسمو کې د یادو ولایتونو د زندانونو مسوولینو، نظامي او ملکي کارکوونکو ګډون کړی و.

په لمانځغونډو کې ویناوالو د زمري د ۲۴مې ورځې پر تاریخي اهمیت خبرې وکړې او دا یې د افغانستان د معاصر تاریخ له مهمو او برخلیک ټاکونکو ورځو څخه وبلله.

د غونډو ګډونوالو د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره د افغانانو د اوږدو مبارزو او د مجاهدینو د سرښندنو او قربانیو یادونه وکړله او د هغوی د مبارزو درناوی یې وکړ.

ویناوالو وویل: « افغانانو د اسلام مبارک دين، د هېواد د خپلواکۍ، ارضي حاکمیت او د خپلې خاورې د دفاع په لاره کې سترې قربانۍ ورکړې دي».

داراز، ویناوالو زیاته کړله، د هېواد د خپلواکۍ او امنیت ساتنه د ټولو افغانانو ګډ مسوولیت دی.

په ورته وخت کې، د مراسمو ویناوالو له مسوولینو او کارکوونکو وغوښتل، څو خپلې دندې په صداقت، اخلاص او مسوولیت‌پذیرۍ سره ترسره کړي.

د نوموړو زندانونو مسوولینو په خپلو خبرو کې ژمنه وکړله، چې د هېواد د امنیت او ثبات ترڅنګ به د زندانیانو د اصلاح او بیا روزنې، هغوی ته د مناسب ژوند شرایطو برابرولو او د قانوني او بشري اصولو په چوکاټ کې د زندانونو د چارو د ښه تنظیم په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

 

ربیع الاول ۳/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS