د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د لېسې (۱۶)تنو ممتازو زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکول شو

news_admin
Thu, Aug 06 2026 10:48 AM
مرکز اصلاح

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په لېسه کې د څلورنیم میاشتینۍ ازموینې تر پایته رسېدو ورسته تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یادې لېسې هغو (۱۶) تنو بریالیو او ممتازو محجوزینو زدکوونکو چې لوموړي، دویم او درېیم مقامونه یې خپل کړي وو، د نوموړي مرکز رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد د دې ادارې د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او د دغې لېسې یو شمېر مسوولینو له خوا ورته د اطلاع نامو ترڅنګ، د زده کړو په برخه کې د لا ښې هڅونې په موخه ستاینلیکونه او سوغاتونه هم ورکول شول.

د دغو مراسمو وینا والو د خپلو ویناوو پرمهال، یادو محجوزینو زده کوونکو ته د مبارکۍ سربېره د هغو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې دوی دې د خپلو ماشومانو په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي، ځکه په خبره یې دا د دوی د متخلفو ماشومانو د بیا روزنې، زده کړې او اصلاح ځای دی.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز یو شمېر ماشومانو هم د خوښۍ په څرګندولو، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او په ځانګړې توګه د دې مرکز له مسوولینو مننه وکړه، چې تل یې دوی سره ښه سلوک کړی، د ژوند لازم امکانات یې ورته برابر کړي او د دوی په بیا روزنه کې یې هراړخیزې هڅې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په دې مرکز کې څه باندې ۳ سوه محجوزین ماشومان ساتل کېږي او له ټولو انساني او شرعي حقونو څخه برخمن دي.

 

صفر المظفر۲۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

Latest news

Tue, Oct 11 2022 3:34 PM
Background image

د زندانونو چارو د سمون ادارې اړوندو مسوولینو ته د مخابرې او معلوماتي ټېکنالوژۍ ښوونیز سیمینار پایته ورسېد

د زندانونو چارو د سمون ادارې د معلوماتي ټېکنالوژۍ ریاست له خوا په لومړي ځل د مرکز او ولایتونو د زندانونو د مخابرې برخې امرینو او مسوولینو ته ۸ ورځینی ښوونیز سیمینار، چې کابل کې جوړ شوی. . .

BACK TO NEWS