د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز د لېسې (۱۶)تنو ممتازو زده کوونکو ته ستاینلیکونه ورکول شو

news_admin
پنجشنبه ۱۴۰۵/۵/۱۵ - ۱۰:۴۸
مرکز اصلاح

د زندانونو چارو د تنظیم ادارې د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز په لېسه کې د څلورنیم میاشتینۍ ازموینې تر پایته رسېدو ورسته تېره ورځ د یو لړ مراسمو په ترڅ کې، د یادې لېسې هغو (۱۶) تنو بریالیو او ممتازو محجوزینو زدکوونکو چې لوموړي، دویم او درېیم مقامونه یې خپل کړي وو، د نوموړي مرکز رئیس محترم مولوي عطامحمد "محمد"، د دې ادارې د شخصیتي دوسیو امر محترم مولوي فضل احمد "احمدي" او د دغې لېسې یو شمېر مسوولینو له خوا ورته د اطلاع نامو ترڅنګ، د زده کړو په برخه کې د لا ښې هڅونې په موخه ستاینلیکونه او سوغاتونه هم ورکول شول.

د دغو مراسمو وینا والو د خپلو ویناوو پرمهال، یادو محجوزینو زده کوونکو ته د مبارکۍ سربېره د هغو کورنیو ته ډاډ ورکړ، چې دوی دې د خپلو ماشومانو په اړه هېڅ اندېښنه نه کوي، ځکه په خبره یې دا د دوی د متخلفو ماشومانو د بیا روزنې، زده کړې او اصلاح ځای دی.

په ورته وخت کې، د کابل ولایت د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز یو شمېر ماشومانو هم د خوښۍ په څرګندولو، د زندانونو چارو د تنظیم ادارې او په ځانګړې توګه د دې مرکز له مسوولینو مننه وکړه، چې تل یې دوی سره ښه سلوک کړی، د ژوند لازم امکانات یې ورته برابر کړي او د دوی په بیا روزنه کې یې هراړخیزې هڅې کړې دي.

د یادونې وړ ده، چې دا مهال په دې مرکز کې څه باندې ۳ سوه محجوزین ماشومان ساتل کېږي او له ټولو انساني او شرعي حقونو څخه برخمن دي.

 

صفر المظفر۲۲/ ۱۴۴۸

د مقام د دفتر ریاست

د اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

 

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۷/۳۰ - ۹:۲۰
Background image

اخبار ولایتی (پکتیا، بغلان) رئیس زندان ولایت پکتیا، به منظور بررسی کار ساختمان تعمیر توقیفخانه ولسوالی سید کرم عازم آن ولسوالی گردید.

محترم عبد الغنی"عادل" رئیس زندان ولایت پکتیا، در آغاز سفر با ولسوال، آمر استخبارات و قاضی محکمه ولسوالی سید کرم  دیدار نمود، روی همکاری های هرچه  بیشتر میان ادارات ذیربط تاکید صورت گرفت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۵:۵
Background image

به منظور بررسی ارایه خدمات بهتر کارمندان، بخش‌های تعمیراتی و عرضه خدمات خوب صحی، هیئتی از مرکز عازم ولایت زابل گردید

محترم الحاج ملا عبدالله "عباد" رئیس تعمیرات و محترم داکتر سید احمد "اسحاقزی" رئیس امور صحی اداره تنظیم امورزندان ها، با هیئت همراه شان در حالیکه محترم ملا حکمت الله "خطاب " آمر ولایت. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۹ - ۱۴:۵۶
Background image

خبری‌های ولایتی (میدان‌وردگ پکتیا) مسئولان زندان ولایت میدان وردک، به منظور بهبود کار در توقیفخانه ها عازم ولسوالی  سید آباد گردیدند

محترم مولوی محمد هاشم "حقانی" آمر زندان ولایت میدان وردک و هیئت همراه شان ، به منظور ایجاد تسهیلات بیشتر در امور کاری در توقیفخانه ولسوالی سید آباد عازم این ولسوالی‌ گردیدند.

آمر زندان. . .

BACK TO NEWS